متحده عربي امارات په اسرائیل کې سفارت پرانیزي
متحده عربي امارات په اسرائیل کې سفارت پرانیزي. دا خبره د متحده عربي اماراتو یو تن جګپوړي چارواکي کړې ده .
په اسرائیل کې چاپيدونکي د اسرائیل هایوم ورځپاڼې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د یو تن جګپوړي چارواکي له قوله چې د نوم د اخیستو نه يي ډډه کوله ویلي دي چې د ۳ نه تر ۵ میاشتو په دننه کې به په اسرائیل کې سفارت پرانیزي.
همداشان نوموړي چارواکي ویلي دي چې متحده عربي امارات د سفارت سربیره غواړي چې د هایفه او ناصریه په ښارونو کې جنرال قونسګلرۍ هم پرانیزي.
نوموړي چارواکي ویلي دي چې سفارت او قونسلګرۍ به اسرائیلي وګړو ته د ویزو په ورکولو پیل وکړي. نوموړي چارواکي ویلي دي چې په اسرائیلو کې د متحده عربي اماراتو سفارت او قونسلګرۍ یواځې د اسرائیلي وګړو لپاره نه ددې ترڅنګ فلسطین وګړو ته هم خدمات وړاندې کړي.
هغه ویلي دي چې د قونسلګریو لپاره يي په ناصریه او هایفا ښارونه انتخاب کړي دي خو دا چې څه به پرانیستل شي ددې په اړه پریکړه به متحده عربي امارات وکړي.