د لیبیا د مشروع حکومت لومړي وزیر په هیواد کې ټولو ځواکونو ته هر څه ژر د اوربند کلو امر وکړ
د لیبیا لومړي وزیر فیض السراج په هیواد کې د ملي وفاق مشروع حکومت او ټولو ځواکونو ته هر څه ژر د اوربند د مراعات کولو او د ټولو پوځي عملیاتو د درولو امر وکړ.
د لیبیا د حکومت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د لومړي وزیر فیض السراج له قوله ویل شوي دي چې « د ملي او سیاسي مسئولیتونو ، هیواد او سیمې د موجود وضعیت او نوي ډول کرونا ویروس شرایطو ته په کتو سره په هیواد کې په ټولو پوځونو هر څه ژر د اوربند د پيلولو او ټولو پوځي عملیاتو د درولو امر کړی دی. »
سراج ویلي دي چې د فعلي یو اوربند په خاطر سیرت او الجفره ښارونه باید د وسلو نه د پاکو شوو سیمو په توګه اعلان شي. او دا سیمې د وسلو نه په کامله توګه پاکې کړی شي.
د لیبیا لومړي وزیر ویلي دي چې وروستی هدف يي په ټول هیواد د پوره حاکمیت رامنځته کول او ټول بهرني او اجیر اورپکي د هیواد نه ویستل دي.
سراج ویلي دي چې په هیواد کې باید هر څه ژر د نفتو تولیدات له سره پيل شي . همداشان د نفتو عواید باید د ملي وفاق د حکومت د نفتو ملي ادارې د مرکزي بانک په ځانګړي حساب کې جمع کړی شي. همداشان د برلین د کنفرانس د پریکړو په رڼا کې په هیواد کې د هر اړخیز سیاسي نظم د رامنځته کیدو او ملګروملتونو سازمان او لیبیا نه د ملاتړ د ماموریت په مرسته د شفاف او یوې ښې ادارې د رامنځته کیدو پورې باید ددې پيسو نه په هیڅډول استفاده ونشي.
فیض السراج پدې اعلامیه کې د وروستي ټکي په ټوګه د راتلونکي کال د مارچ په میاشت کې په لیبیا کې د یو هر اړخیز او د لیبیا د ټولو خلکو لپاره د منلو وړ د یو مشروع او اساسي قانون سره سم د ولسمشرۍ د شورا او پارلماني ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده .