متحده عربي‌ اماراتو د اسرائیل سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

ټرمپ د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د اړیکو د عادي‌ کیدو اړوند د تړون د لاسلیکیدو نه خبر ورکړ

1472562
متحده عربي‌ اماراتو د اسرائیل سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

 

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونلډ ټرمپ د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځه د سولې د تړون د لاسلیکیدو نه خبر ورکړ. هغه وویل چې د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو هیئتان به په راتلوونکو اونیو کې سره یو ځای او په ګډه به په یو زیات شمیر شمیر برخو کې جلا جلا تړونونه لاسلیک کړي.

ټرمپ وویل چې د متحده عربي‌ اماراتو او اسرائیل ترمنځه په کامله توګه د اړیکو د نورمالیدو په خاطر په تفاهم رسیدلي‌ دي.

ټرمپ‌ د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پيغام کې ویلي دي چې نن ورځ یو ډیر ستر ګام اوچت شو. زمونږ د مهم دوست اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د سولې تاریخي‌ تړون وشو.

همداشان ټرمپ‌ د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځه د شوي‌ تړون په اړه څرګندونې کړي دي.

امریکا  د اسرائیل او عربي‌ متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د شوي‌ ګډون تړون په اړه ویلي دي‌ چې نن ولسمشر ټرمپ د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو او د متحده عربي‌ اماراتو ابو دوبۍ د شهزاده محمد بن زید النیهان سره ټیلیفوني خبرې وکړې . دواړو خواوو ددې خبرې په ټینګار ویلي دي‌ چې د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځه د اړیکو د په کامله توګه عادي‌ او نورمالیدو په خاطر تړون شوی دی.

په څرګندونو کې دا تړون په منځني‌ ختیځ کې سولې سره د مرسته کوونکي او په سیمه کې د لوی پوتانشیل ته لار پرانیستو ادعا کړې ده .

په څرګندونو کې راغلي‌ دي‌ چې د دواړو هیوادونو هیئتان به په راتلوونکو اونیو کې سره یو ځای د پانګه اچونې، ګرځندوی، کولتور، مخامخو الوتنو، امنیت، ټیلی کمونیکیشن، تکنالوژۍ، انرژۍ، روغتیا، کولتور، چاپیریال، متقابلو ډیپلوماتیکو اړیکو او سفارت خانو پرانیستو په اړه تړونونه لاسلیک کړي.

په څرګندونو کې راغلي دي چې د ټرمپ په غوښتنه او د متحده عربي‌ اماراتو په ملاتړ اسرائیل د فلسطین اړوند بعضې سیمې د خپلې خاورې سره د یو ځای کیدو پلان ځنډولی دی.

په څرګندونو کې راغلي‌ دي‌ چې امریکا پوره باور لري‌ چې اسرائیل او متحده عربي‌ امارات به د نورو ملتونو سره هم ډيپلوماتیکو اړیکو کې جدي‌ پرمختګ وکړي او پدې اړه به ورسره په ګډه کار وکړي.

په څرګندونو کې راغلي‌ دي‌ چې امریکا د ۲۰۲۰ کال د جنوري‌ په ۲۸ مه نيټه  د ټرمپ‌ لخوا اعلان شوي‌ د منځني‌ ختیځ د سولې د پلان په چوکاټ کې د اسرائیل او فلسطین ترمنځه د روانو نښتو لپاره د تل پاتې حل په خاطر په ګډه کار کړی دی. په همدې چوکاټ کې په بیت المقدس کې مسجدالاقصی جومات او نورې ټولې عبادتخانې باید د ټولو پر مخ پرانیستې وي.

د اسرائیل لومړي‌ وزیر د متحده عربي‌ اماراتو سره د سولې د تړون د لاسلیکولو نه  د یو تاریخي‌ ګام په توګه یادونه وکړه او وویل چې د متحده عربي‌ اماراتو سره د اړیکو د عادي‌ کولو په بدل کې د فلسطین د خاورې بعضې برخې د خپلې خاورې ته د یو ځای کولو پلان ځنډولی دی.

نتنیاهو د لومړي‌ وزیر په دفتر کې خبري‌ غونډې ته وویل چې د سولې په مقابل کې سولې په اساس مو د متحده عربی‌ اماراتو سره تړون لاسلیک کړ.

ددې تړون په مقابل کې ټرمپ‌ زما نه د بعضو سیمو  د اسرائیل د خاورې سره د یو ځای کولو  د پلان ځنډولو غوښتنه وکړه او مونږ ومنله.



اړوند خبرونه