فلسطین د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځه د توافق په اړه ډیر سخت غبرګون وښود
فلسطین د متحده عربي اماراتو لخوا د فلسطین سره د ااړیکو د عادي کولو په خاطر د لاسلیک کړي تړون په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس د اعلامیې په خپرولو سره د متحده عربي اماراتو لخوا د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په لاره کې د اوچت کړي ګام او لاسلیک کړي تړون نه بیت المقدس او فلسطین ته د ستر خیانت په توګه یادونه وکړه.
عباس د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان او عربي ټولنې نه د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځه د اړیکو د عادي کولو په خاطر د شوي توافق د ردولو په خاطر د بیړنۍ غونډو جوړولو غوښتنه کړې ده .
هغه وویل چې متحده عربي امارات او یا کوم بل لورې د فلسطین په نامه د څه ویلو حق نلري. هغوې حق نلري چې د فلسطین په نامه خبرې وکړي.
د ویلو ده چې متحده عربي اماراتو د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په خاطر په توافق ورسید او تړون يي لاسلیک کړ.
دا خبره د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ پخپله اعلان کړه. متحده عربي اماراتو او اسرائیل يي پخلی وکړ.