په بیروت کې دوه ډیرې سترې چاودنې رامنځته شوي دي

د لبنان په پلازمینه بیروت کې پر له پسې چاودنې رامنځته شوي دي

1466995
په بیروت کې دوه ډیرې سترې چاودنې رامنځته شوي دي

د لبنان په پلازمینه بیروت کې دوه  ډیرې سترې چاودنې رامنځته شوي.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنې نن سې شنبه د مازیګر په ساعتونو کې رامنځته شوي دي .

چاودنې د بیروت د بندر ترڅنګ رامنځته شوي دي .

ویل کیږی‌ لومړی کوچنۍ او ورپسې یوه ډیره ستره چاودنه رامنځته شوه.

چاودنې د پخواني‌ لومړي‌ وزیر سعد حریري کور ته نږدې شوي دي . چاودنې دومره زورورې  وې چې د ښار د ډیرې لرې پرتو سیمه کې غږ اوریدل شوی دی.

همداشان دا چاودنې دومره زورورې وې چې ۸۰ کیلومتره لرې سیمو کې د کورونو شیشې ماتې کړي‌ دي. ویل کیږي‌ په بیروت کې یوه هينداره روغه پاتې نده. 

د لبنان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې تر اوسه ۷۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۷۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي. 

د لبنان د ملي امنیت رئیس ویلي دي چې چاودنه د هوايي فشنګونو له امله نه بلکې د ډیرو قوي او پیاوړو‌ چاودیدونکو موادو له امله چې د کلونو کلونو راهیسې ساتل شوي‌ وو رامنځته شوې ده .

د لبنان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې دا چاودنه د اموتيم نترات له کبله رامنځته شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال راهيسې دلته ساتل کيدل. 

د بله پلوه د بیروت والي ویلي دي چې ددې چاودنو له امله د بیروت د ښار نیمايي وران شوی دی. تر نیم ډیر ښار ستر زیان لیدلی دی. هغه ویلي دي چې زیانونو کچه دومره لوړه ده چې په اړه يي فکر کوم هم ګرانه خبره ده.

د بيروت والي د چاودنې د سيمې نه د ليدنې پر مهال چې د سترګو نه اوښکې روانې وې او ژړل يي خبريالانو وويل چې دا چاودنه د هيروشيما په څير وه . 

د لبنان لومړي وزير د نړۍ نه د بيړنۍ مرستې غوښتنه کړې. هغه ويلي دي چې د خپلو ټولو دوستانو او نړۍ نه زموړږ تر څنګ د دريدو او مرستې غوښتنه کوو. 

د ويلو ده چې پدې چاودنه کې د بيروت بندر چې ټول صادرات او واردات به ترينه کيدل په کامله توګه ويجاړ شوی. لبناني مقاماتو ويلي دي چې ددې بندر له سره رغول کلونو کلونو تو ميلياردونو ډالرو ته اړتيا لري.  

چاودنو دولتي‌ ودانیو ته هم زیان اړولی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي دي چې پدې پيښه کې ډیر زیات کسان ټپیان شوي‌ دي. د لبنان د عامې روغتیا وزارت د بیروت ټول ډاکټران هر څه ژر روغتونونو ته راغوښتل شوي‌ دي.


پيوندونه: #چاودنې , #لبنان , #بیروت

اړوند خبرونه