حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه وکړل
حوثي یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو او په چاودیدونکو توکو سمبال ډرون الوتکو سره برید کړی دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو ویلي دي چې د ایران د قوي ملاتړ نه برښمندو حوثٍي یاغیانو یو ځل بیا د یمن د خاورې نه پر سعودي عربستان د دوو بالستیک توغندیو برید وکړ چې د سعودي عربستان د دافع هوا ځواکونو لخوا په هوا کې تثبیت او شنډ کړی شول.
د سعودي په مشرۍ ائتلافي ځواکونو لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو د برید سربیره په چاودیدونکو توکو سمبال ډرون الوتکو سره هم برید کړی وو چې د سعودي عربستان د دفاعي ځواکونو لخوا په هوا کې تثبیت او له منځه وړل شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې سعودي عربستان دفاعي ځواکونو د حوثي یاغیانو لخوا رالیږل شوي ۶ ډرون الوتکې له منځه وړي دي.
د ویلو ده چې حوثي یاغیان وخت نا وخته د یمن د خاورې نه پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو او په چاودیدونکو توکو سمبال ډرون الوتکو بریدونه کوي چې ډیری بریدونه يي د سعودي عربستان د دفاعي ځواکونو لخوا په هوا کې شنډیږي.
پدې بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.