قطر: د لیبیا د ستونزې حل د مشروع حکومت نه ملاتړ کول دي
د لیبیا د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني وویل چې د لیبیا د روان بحران د حل یواځنۍ لار د مشروع حکومت نه قوي ملاتړ کول دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې د لیبیا په اړه په جوړه شوې غونډه کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.
هغه دې غونډې ته په وینا کې وویل چې " د لیبیا د روان بحران یواځنۍ حل لاره د مشروع حکومت نه قوي ملاتړ کول او د سهیرات تړون ، د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړې او د برلین کنفرانس د پریکړو عملي کول دي.
هغه وویل چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په لیبیا کې یواځنی رسمي حکومت د ملي وفاق حکومت په رسمیت پيژندلی دی او د سهیرات تړون يي منلی دی.
بعضو هیوادونو په پیل کې ددې تړون نه د ملاتړ اعلان وکړ خو وروسته يي د مشروع او ملګروملتونو سازمان لخوا په رسمیت پيژندل شوي حکومت د مخالفو ډلو نه په ملاتړ کولو د پيلولو سره ددې تړون نه ښکاره سرغړونه وکړه."
د ویلو ده چې په لیبیا کې د روانو جګړو او ستونزو د حل په خاطر په ۲۰۱۵ کال کې په مراکش کې د سهیرات تړون لاسلیک شو او وروسته ملګروملتونو سازمان امنیت شورا دا تړون په رسمیت وپیژنده.
پدې تړون کې په لیبیا کې د ملي وفاق حکومت رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپیژندل شو .
همداشان د ۲۰۲۰ کال د جنوري د میاشتې په ۱۹ مه نیټه هم د جرمني په پلازمینه برلین کې د سیاسي بهیر د پيلیدو په خاطر د تل پاتې اوربند پریکړه وشوه.