د عراق د پلازمینې بغداد تر ټولو په خوندي سیمې توغندیز بریدونه شوي دي
د عراق په پلازمینه بغداد کې تر ټولو په خوندي او مهمې زرغون سیمې ۴ توغندیز بریدونه شوي.
1438471
د عراق د کونریو چارو د وزارت د رسنیو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې تیره شپه په زرغون سیمې ۴ توغندیز بریدونه شوي. له نیکه مرغه چې په پدې بریدونو کې چاته ځاني او مالي زیان ندی اوښتی.
په بیان کې راغلي دي چې توغندي د بغداد په سویل کې د الرشید پوځي هډې ترڅنګ لګیدلي دي. ویل کیږي امنیتي ځواکونو د توغندیو توغوونکي دستګاه ګانې د امنیتی ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
د ویلو ده چې د بغداد په زرغون سیمه کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت سربیره د عراق پارلمان، د یو زیات شمیر بهرنیو هیوادونو سفارتخانې، مهم دولتي ادارې او ارګانونه موقعیت لري.
دا سیمه په عراق کې د امنیت له پلوه تر ټولو خوندي سیمه بلل کیږي چې پدې وروستیو کې وخت نا وخته د راکټي بریدونو شاهدي کوي.