په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي هډې توغندیز بریدونه شوي دي.

په بغداد کې د امریکايي ځواکونو پر هډې برید شوی دی

1435554
په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي هډې توغندیز بریدونه شوي دي.

 

د بغداد شمال لوري ته د امریکايي ځواکونو د تاجي په نامه پر پوځي هډې د توغنديو بریدونه شوي دي.

د عراق د امنیتي ځواکونو د رسنیو د دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي‌ دي چې د پلازمینې بغداد شمالي برخې پرتې د امریکايي ځواکونو پر هډې  دوه توغندیز بریدونه شوي‌  دي.

په بیان کې راغلي دي چې پدې برید کې چاته ځاني‌ زیان ندی اوښتی.

د بریدونو په اړه د عراق امنیتي‌ ځواکونو د امریکايي ځواکونو سره په ګډه تحقیقات پیل کړي‌ دي.

د ویلو ده چې امریکايي ځواکونو لخوا په بغداد کې د ایران د قدس د ځواکونو د مشر قاسم سلیماني‌ د وژلو نه وروسته وخت نا وخته پدې هیواد کې د امریکايي ځواکونو پر هډو راکټي او د توغندیو بریدونه کیږي.



اړوند خبرونه