په لیبیا کې حکومتي ځواکونو خلیفه حفتر ته ستر ګوزار ورکړ
د لیبیا حکومتي ځواکونو د خلیفه حفتر ځواکونو د وسلو او مهماتو انتقالوونکې الوتکه وویشتله
په لیبیا کې د ملي وفاق د حکومت اړوند وسله والو ځواکونو د هیواد د غیرې مشروع او کودتاچي جنرال خلیفه حفتر اړوند ځواکونو ته د وسلو او مهماتو انتقالوونکې الوتکه د ویشتلو نه خبر ورکړی دی.
د لیبیا د ملي وفاق د حکومت د وسله وال پوځ ویاند ویلي دي چې د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر د ځواکونو پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې د پلازمینې طرابلس په سویل کې د ترهونه ښار په سویل کې یوه باروړونکې الوتکه چې د حفتر ځواکونو ته وسلې او مهمات انتقالول د کیناستو سره سم وویشتله.
په بیان کې راغلي دي چې ددې الوتکې د ویشتو سره د حفتر ځواکونو ته ډیر ستر ګوزار ورکړی دی.
د بله پلوه د لیبیا د ملي وفاق د حکومت د عملیاتو ویاند ویلي دي چې حکومتي ځواکونو د طرابلس په سویل کې د حفتر د ځواکونو پر وړاندې په پرمختګ پیل کړی دی.