د بغداد تر ټولو په خوندي او مهمې سیمې راکټي بریدونه شوي
د عراق په پلازمینه بغداد کې تر ټولو په مهمې زرغون سیمې څو راکټي بریدونه شوي دي.
1372985
د عراق پولیسو ویلي دي چې تیره شپه د پلازمینې بغداد په زرغون سیمه کې چې د کلکو امنیتي تدابیرو لاندې قرار لري څو راکټي بریدونه شوي دي.
راکټونه د امریکا د سفارت تر څنګ لګیدلي دي.
د رویټرز خبري اژانس د بغداد د پولیسو له قوله لیکلي دي چې د راکټونو نه دوه يي د زرغون سیمې په دخلولي برخه کې د ترکیې سفارت ته نږدې لګیدلي دي.
د عراق زرغون سیمه چې د نوموړي هیواد تر ټولو مهمه سیمه ده ډیری د بهرنیو هیوادونو سفارت خانې او د نوموړي هیواد مهم دولتي ارګانونه پکې شتون لري. د امنیتي پلوه نوموړی سیمه د عراق تر ټولو خوندي او باامنه سیمه ده.
د ویلو ده چې د امریکا لخوا د روان میلادي کال د جون په ۳ مه نيټه د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني په بغداد کې د هوایي برید په ترڅ کې د وژل کیدو نه وروسته پدې سیمه وخت نا وخته راکټي بریدونه کیږي.