پر حوثي یاغیانو خپل بالستیک توغندی وچاودید
په یمن کې په حوثي یاغیانو د خپل بالستیک توغندي د چاودنې په پایله کې ګن شمیر ایرانیان وژل شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا پیښه د جنوري په ۲۸ مه نيټه رامنځته شوې ده.
ویل کیږي حوثي یاغیانو چې غوښتل پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وکړي توغندی د توغولو پر مهال وچاودید چې په نتیجه کې ایراني انجینیران او ګن شمیر حوثي سرتیري یاغیان ووژل شول.
د یمن راډیو د خبر له مخې پر حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونو ته د تیاریو پر مهال خپل توغندی چاودلی دی چې په نتیجه کې ګن شمیر ځاني تلفات رامنځته کړي دي.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې په حوثي یاغیانو خپل توغندی چاوي. د سکای نیوز عربي چاینل د خبر له مخې تیر کال د جولای په میاشت کې هم په حوثي یاغیانو ورته پيښه رامنځته شوې وه. خپل بالستیک توغندې پرې چاودلی وو.
د بله پلوه بریکینګ ډینفس کې په خپور شوي خبر کې ویل شوي دي چې کیدای شي چې دا توغندی د اسراییلو لخوا د توغول کیدو نه مخکې چاول شوی وي.
په خبر کې راغلي دي چې دا توغندی هله وچاودید چې د حوثي یاغیانو یو جګپوړي چارواکي په بحر الاحمر کې هغه کښتۍ چې د اسراییلو سویلي بندر ته د حرکت په حال کې وې په برید وګواښلې وې. د نوموړي د ګواښ نه څو ساعته وروسته دا پيښه رامنځته شوه.
حوثي یاغیانو تیره ورځ پر سعودي عربستان د بالستیک توغندی او ډرون الوتکو د برید کولو ادعا وکړه.
سعودي عربستان بیا د حوثي یاغیانو د ادعاګانو په اړه څه ندي ویلي.