روسي جنګي الوتکو په ادلب کې په روغتون هوايي برید وکړ

روسیې  د سوریې په ادلب ولایت کې په یو روغتون  او  د ډوډۍ  په تنور  هوايي برید کړی دی.

1350023
روسي جنګي الوتکو په ادلب کې په روغتون هوايي برید وکړ

 

په سوریه کې  د بشري  حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې  د روسیې جنګي الوتکې  د ادلب ولایت د اریحای په سیمه کې  په یو روغتون  او د ډوډۍ په تنور  د هوايي بریدونو سره  لږ تر لږه  ۱۰ ملکي وګړي وژلي  او ۳۷ تنه نور يي ټپیان کړي دي.

ویل کیږي پدې برید کې  روغتون په کامله توګه ویجاړ شوی  دی.

همداشان د اسد ځواکونو  په ادلب ښار کې په ملکي  میشتو سیمو  هوايي بریدونه کړي چې په نتیجه کې ګن شمیر کسانو ته  مرګ ژوبله اوښتې.

د یادولو وړ ده  چې  د اسد رژیم  ، روسېې او ایراني پلوي ملیشو لخوا  په ادلب  د بریدونو سره  په سلګونو تنه خلک  د خپل کور کلونو نه  د ترکیې پولو  او امن سیمو ته  کډوالۍ ته  اړ شوي دي.



اړوند خبرونه