په عراق کې روانو مظاهرو بالاخره حکومت استعفا ته اړ کړ
د عراق لومړي وزیر ویلي دي چې خپله استعفا به پارلمان ته وړاندې کړي
1314888
د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي د استعفا کولو پریکړه وکړه.
هغه د بیان په خپرولو سره ويلي دي چې خپله استعفا به پارلمان ته وړاندې کړي. د ویلو ده چې په عراق کې د نږدې دوو میاشتو راهیسې د حکومت پر خلاف مظاهرې روانې وې چې په نتیجه کې په سلګونو تنه وژل شوي او په زرګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
د عراق لومړي وزیر عبدالمهدي د بالاخره د استعفا کولو پریکړه وکړه. هغه پداسې حال کې د استعفا کولو پریکړه وکړه چې یواځې نن په عراق کې څه باندې ۵۰ تنه مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.