د سعودي په مشرۍ ائتلاف ۲۰۰ تنو حوثي زندانیان خوشې کړل
په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د ۲۰۰ تنو حوثي زندانیانو د خوشې کولو نه خبر ورکړ.
1313243
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې ، د عرب ائتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي دي چې د اسیرانو د بدلون په مسئله کې یو ډیر مثبت ګام پورته کړی او د یمن د روانې ستونزې د حل په خاطر د ستوکخلم د تړون نه هم ملاتړ ته دوام ورکوي.
هغه ویلي دي چې پدې چوکاټ کې ۲۰۰ تنه حوثي زندانیان خوشې شوي دي.
همداشان د روغتیا د نړۍوال سازمان سره د همکارۍ په چوکاټ کې به د پلازمینې صنعا نه به بهر ته الوتنې هم پیل شي. پدې الوتنو کې به ناروغان بهر ته د تداوۍ په موخه انتقال ته زمینه برابره شي.
همداشان د حوثي یاغیانو یو تن جګپوړي چارواکي محمد علي الحوثي د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې د ۲۰۰ تنو حوثي زندانیانو د خوشې کولو نه د یو نیک اقدام په توګه یادونه کړې ده .