په سعودي عربستان د تیاتر په یوې نندارې د برید له امله ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د سعودي عربستان د ملک عبدالله په پارک کې د تیاتر د نندارې په هنرمندانو د چړې برید وشو چې په پایله کې د یوې ښځینه هنرمندې په ګډون ۴ تنه هنرمندان ټپیان شول.
د سعودي د اوکاز ورځپاڼې د ریاض د پولیسو لخوا لیکلي دي چې د ملک عبدالله په پارک کې د تیاتر د نندارې په هنرمندانو د چړې برید شوی چې په پایله کې ۴ تنه هنرمندان ټپيان شوي دي.
د ټپیانو نه یوه ښځه ده.
د ویلو ده چې دا پیښه پداسې حال کې رامنځته کیږي چې پدې وروستیو کې په سعودي عربستان کې په تفریحي پروګرامونو نیوکې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي. په سعودي عربستان کې ډیری خلک په هیواد کې په تفریحي پروګرامونو نیوکې کوي او وايي چې دا ډول پروګرامونه د هیواد د ملي ارښتونو سره په ټکر کې دي.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان ځوان ولیعهد شهزاده پدې وروستیو کې په هیواد کې باور نکوونکي اصلاحاتو په رامنځته کولو سره په هیواد کې تفریحي پروګرامونو جوړولو ته اجازه ورکړې ده .
سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره میرمنو ته د موټر چلولو، د محرم پرته بهر ته د وتو، د شرکت جوړولو، د عدلېې په وزارت کې د کار کولو ، د سپورت په سیالیو کې د ګډون او سپورتي سیالیو د نندارې په خاطر لوبغالو ته د تګ اجازه ورکړې ده .