په لبنان کې د سعد حریري په مشرۍ حکومت استعفا وکړه
د لبنان لومړي وزیر سعد حریري په هیواد کې د روانو مظاهرو له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.
حریري خپله استعفا ولسمشر میشل اون ته وړاندې کړې.
سعد حریري په پلازمیه بیروت کې خبري غونډې ته د خپلې استعفا کولو په اړه معلومات ورکړل. وروسته يي خپل استعفا لیک ولسمشر میشل اون ته وړندې کړ.
سعد حریري ویلي دي چې په لبنان کې د اکتوبر د ۱۷ مې نیټې نه راپدیخوا د روانو مظاهرو له امله يي له خپلې دندې استعفا ورکړه . هغه خپل استعفا ولسمشر ته د وړاندې کولو نه وروسته د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو نه پرته د ولسمشرۍ ماڼۍ نه بهر شو.
د لبنان د ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته د حریري استعفا لیک خپور کړ.
حریري په خپل استعفا لیک کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په هیواد کې روانو حالاتو ، ستونزو او مظاهرو په نظر کې نیولو سره دا ګام اوچت کړی دی. هغه ویلي پدې خبره مې قناعت وکړ چې لبنان کې باید یو داسې حکومت رامنځته شي چې د روانو ستونزو او مشکلاتو په مقابل کې د لا قوي ارادې خاوند وي او لبنان د خلکو د منافعو نه په لا ښه توګه دفاع وکولای شي. د خپل حکومت استعفا وړاندې کوم او ستاسې د لا زیات بریا په هیله.
د ویلو ده چې په لبنان کې د اکتوبر په ۱۷ مه نيټه په هیواد کې د اقتصادي حالاتو او مالیو پر خلاف ډیرې سترې مظاهرې پیل شوي دي.
مظاهره کوونکي د تکنوکراتانو نه جوړ د یو کوچني حکومت غوښتنه کوي.
لومړي وزیر سعد حریري د اکتوبر په ۲۱ مه نيټه د اقتصادي مشکلاتو د کمولو په خاطر ځینې تصامیم اعلان کړل خو دې ګامونو د روانو مظاهرو مخه ونه نیوله .
د بله پلوه په لبنان کې د حریري په مشرۍ د حکومت د استعفا کولو نه وروسته د نوي حکومت جوړولو په اړه هلې ځلې دوام لري. امریکا متحده ایالتونو په لبنان کې هر څه ژر د نوي حکومت د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده .