د سعودي عربستان د بندر ترڅنګ په ایراني ټانکر کښتۍ کې چاودنه شوې
د سعودي عربستان د جدې د بندر ترڅنګ د ایران اړوند د تیلو ټانکر کښتۍ کې چاودنه وشوه.
د سعودي عربستان د جدې د بندر ته نږدې په بحرالاحمر کې د ایران اړوند د تیلو ټانکر کښتۍ کې چاودنې وشوې.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې چاودنې د ایران اړوند د سینوپا په نامه د تیلو په ټانکر کښتۍ کې شوي دي.
د چاودنې نه وروسته په ټانکر کښتۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
ایراني مقاماتو ویلي دي چې د کښتۍ پرسونل ته هیڅډول ځاني زیان ندی اوښتی. کیدای شي چې دا یو ترهګریز برید وي. د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.
د ایران د نفتو دولتي شرکت ویلي دي چې د تیلو په ټانکر کښتۍ کې یوه نه بلکې دوه چاودنې رامنځته شوي دي.
کیدای شي چې دا چاودنې د راکټي بریدونو په پایله کې رامنځته شوي وي.د ایران د دولتي شرکت د معلوماتو له مخې پدې برید کې د کښتۍ د تیلو دوو ذخیرو ته ستر زیان اوښتی . د کښتۍ تیل سیند ته تویې شوي دي. په پيښه کې د کښتۍ پرسونل ته هیڅډول ځاني زیان ندی اوښتی.