حوثي یاغیانو د سعودي‌ عربستان پر خلاف د خپلو بریدونو درولو نه خبر ورکړ

د حوثي‌ یاغیانو جګپوړی چارواکی: د سعودي‌ عربستان پر خاوره به نور بریدونه ونکړو

1273613
حوثي یاغیانو  د  سعودي‌ عربستان   پر خلاف د خپلو بریدونو درولو  نه خبر ورکړ

حوثي‌ یاغیانو د یمن د خاورې نه  د سعودي عربستان  په خاوره د هر ډول  په وسلو سمبال ډرون  الوتکو او توغندیو  د هر ډول بریدونو د درولو نه خبر ورکړ.

د حوثي‌ یاغیانو د سیاسي‌ شورا  رئیس عبدالمهدي‌ المشاط  نن  د حوثي‌ یاغیانو لخوا  د پلازمینې  صنعا  د نیولو د پنځمې  کلیزې  په مناسبت د یو تلویزیون سره په مرکه کې  اعلان وکړ چې  نور يي  د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان پر خاوره د ډرون او توغندیو سره  د بریدونو د درولو  پریکړه وکړه.

هغه وویل  چې  د سعودي‌ عربستان نه هم  د ورته  چلند  تمه کوو.

هغه وویل چې  مونږ  د بریدونو د درولو  پریکړه وکړه خو که چیرې  سعودي‌ عربستان  بریدونو ته  دوام  ورکړي‌ مونږ هم  مجبوریږو چې  متقابل ځواب ورکړو. ځکه چې  ځواب  ورکول  زمونږ  مسلم  حق  دی.

المشاط وویل چې  جګړه هیچا ته پرته د تباه کوونکو زیانونو نه بله ګټه نکوي. مونږ هم  پدې  کې  شریک یو.

هغه  په متحده عربي‌ اماراتو هم غږ  وکړ د صنعا په نړئوال هوايي دګر لګولي‌ بندیزونه  لرې کړي  او بحرالاحمر ته  د تلوونکو  کښتیو د تګ راتګ  مخه ونه نیسي.

همداشان هغه  د یمن  د حکومت  او په ټولو خواوو  د هر اړخیزو سوله ایزو مذاکراتو  د پیلولو  او د سولې  په فضا کې  د یمن د ستونزې  د حلولو غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې ملي‌ روغې  جوړې ته اړتیا لري. په یمن  کې باید ملي‌ روغه جوړه وشي.

هغه وویل چې د ستوکخلم د تړون  ۹۰ سلنه مادې  عملي  کړي‌  او  حکومت   په کړو ژمنو عمل ندی کړی.



اړوند خبرونه