د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان د اسراییلو د لومړي وزیر څرګندونې وغندلې
د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان د اسراییلو د لومړي وزیر هغه څرګندونې چې ویلي وو په ټاکنو کې د بري په صورت کې به د اشغال لاندې د فلسطین د اردن درې سیمه د اسراییلو د خاورې سره ورګډه کړي په کلکه توګه وغندلې.
د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي چې د اشغال لاندې د فلسطین په خاوره کې د اردن دره د اسراییلو د خاورې سره د ورګډولو اړوند د نتنیاهو پلان په کلکه توګه غندو او ردوو.
د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو په خپل ټاکنیز کمپاین کې د خلکو سره ژمنه وکړه چې په راتلوونکو ټاکنو کې چې د غوڅ بري د ترلاسه کولو په صورت کې به په لویدیځه تراړه کې د اردن وادي او هلته په غیرې قانوني توګو جوړ شوي کورونه به د اسراییلو د خاورې سره ورګډه کړي.
د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان د نتنیاهو ددې پلان او څرګندونو له امله د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا بیړنۍ غونډه جوړه کړه.
د دې غونډې نه وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې « د نتنیاهو دا څرګندونې او پلان د فلسطین د خلکو په تاریخي او قانوني حقونو ډیر خطرناکه برید دی. دا پلان د ټولو نړۍوالو تړونونو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده.»
په اعلامیه کې راغلي دي « په سیمه کې تل پاتې سوله او ثبات د اسراییلو لخوا د روان اشغال د پایته رسیدو نه پرته او اسراییل د فلسطین د ۱۹۶۷ کال د پولو سره د خاورې نه چې پلازمینه يي ختیځ بیت المقدس دی په کامله توګه د وتو نه پرته ټینګیدل ناممکنه ده. »
په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې اسراییل په سیمه کې د استعمارګر او یرغلګرو سیاستونو سره د ټولو ناخوالو مسئول دی.
د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان پریکړه کړې ده چې د اسراییلو ددې سیاستونو پر خلاف به د مبارزې په خاطر به د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا، د ملګروملتونو سازمان عمومي مجلس او ټولو نړۍوالو محکمو ته مراجعه وکړي او پدې برخه کې به ټول سیاسي او قانوني ګامونه اوچت کړي.
پدې اعلامیه کې په نړۍوالې ټولنې د اسراییلو ددې یرغلګرو او استعمارګرو سیاستونو پر خلاف د مسئولیت د احساسولو غږ شوی دی.
همداشان په اعلامیه کې راغلي دي چې د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو هغه څرګندونې چې ویلي دي د بري په صورت کې به د اردن دره په کامله توګه د اسراییلو د خاورې سره ورګډه کړي او پدې ډول به د مړ سمندر په شمال کې او د یرغل لاندې په سیمو کې د اسراییلو حاکمیت ساحه لا پسې پراخه او مضبوط کړي په کلکه توګه ردوي او غندي.