عراق د داعش ترهګرې ډلې د یو ډیر مهم مشر د نیولو نه خبر ورکړی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د ډیرو نږدې کسانو نه او ددې ترهګرې ډلې د مهمو امیرانو نه یو تن ونیول شو.
د عراق د دفاع وزارت ویلي دي چې د هیواد په ختیځ کې د الانبار ولایت اړوند د هیت په ولسوالۍ کې د پوځي استخباراتو د منسوبینو په عملیاتو کې د داعش ترهګرې ډلې دا جګپوړی چارواکی ونیول شو.
د عراق د دفاع وزارت نیول شوي داعشي ترهګر هویت په اړه څه ندي ویلي یواځې ویلي دي چې نیول شوی ترهګر د البغدادي ډیر نږدی کس او ددې ډلې د مهمو چارواکیو نه دی.
د یادولو وړ ده چې د داعش ترهګرې ډلې داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۴ میلادي کال د جون په میاشت کې د عراق د موصل ښار په ګډون د نوموړي هیواد یوه دریمه برخه ونیوله.
داعش د عراق نه وروسته په سوریه کې هم ډیره زیاته سیمه ونیوله او خپلې ریښې وځغلولې. همداشان د عراق وسله والو ځواکونو د ۲۰۱۷ میلادي کال د دسمبر په میاشت کې د داعش پر خلاف ډیر ستر پوځي عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې داعش ترهګرې ډلې ته ستره ماته ورکړه.
ددې سره سم په سوریه کې هم د ترکیې او امریکا په مشرۍ د داعش پر خلاف پراخه عملیات پیل شول او ستره ماتې ورکړل شوه.
داعش ترهګره اوس هم د عراق او سوریې سربیره په افغانستان کې فعالیت لري.
داعش د عراق په کرکوک، دیالا، موصل ، صلاح الدین او انبار د ښارونو په لرو پرتو سیمو کې اوس هم فعالیت لري.