متحده اماراتو د کشمیر د خودمختارۍ د لغوه کولو په مسله کې د هند نه ملاتړ اعلان کړ
متحده عربي اماراتو د هندوستان لخوا د جمو کشمیر د خودمختارۍ او ځانګړو امتیازاتو د لغوه کولو په مسئله کې د هندوستان نه د ملاتړ اعلان وکړ.
پداسې حال کې چې ټولې اسلامي نړۍ د هندوستان پر خلاف سخت غبرګون وښود خو متحده عربي اماراتو بیا برعکس د پاکستان پر خلاف د هندوستان نه د ملاتړ اعلان وکړ.
د متحده عربي اماراتو د الامارتي ورځپاڼې د کشمیر په اړه د هندوستان د اقدام نه ملاتړ کړی او ویلي دي چې دا اقدام به په سیمه کې سوله او استقرار ټینګ کړي. یادې شوې ورځپاڼې پدې اړه یو راپور هم خپور کړی دی.
د بله پلوه په هندوستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر هم ددې مسئلې نه د هندوستان د کورنۍ مسئلې په توګه یادونه کړې ده.
هغه ویلي دي چې بدلونونه په سیمه ایزو حکومتونو کې د ټولنیز عدالت او امنیت کچه لوړوي. همداشان بدلونونه په سیمه کې د لا زیاتې سولې ، امنیت او استقرار د ټینګښت لامل ګرځي او خلک دې لوري ته هڅوي.
د جمو کشمیر مسئله د ملګروملتونو سازمان اجندا ته هم رسیدلې ده .
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس ویلي دي چې د کشمیر ستونزه باید د ملګروملتونو سازمان د پریکړو په رڼا کې د سوله ایزو لارو څخه حل شي.
هندوستان د ۷۲ کلونو وروسته د جمو کشمیر په اړه د اساسي قانون ۳۷۰ مه ماده چې له مخې دې سیمې ته خودمختاري او ځیني ځانګړي امتیازات ورکړي وو لغوه کړه.
هندوستان د جمو کشمیر د خودمختارۍ د لغوه کولو نه وروسته په سیمه کې ګرځبند اعلان کړی او ډیری کشمیري سیاسي مشران يي نیولي دي.