د سعودي عربستان او عراق ترمنځه تړلې سرحدي دروازه ۲۹ کلونو وروسته پرانیستل کیږي.
د سعودي عربستان او عراق ترمنځه سرحدي دروازه پرانیستل کیږي
په عراق کې د سعودي عربستان لوی سفیر عبدالعزیز الشمري د العربیه تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې د رعقا او سعودي عربستان ترمنځه یواځنۍ د ار ار سرحدي دروازه به د روان کال د اکتوبر په ۱۵ مه نيټه رسمآ پرانیستل شي او په فعالیت به پيل وکړي.
هغه وویل چې دا سرحدي دروازه به د بغداد او ریاض ترمنځه د خلکو د تګ راتګ سره ډیره زیاته مرسته وکړي . په ځانګړې توګه د حج د مراسمو پر مهال. هغه ویلي دي چې تمه کیږي په کال کې ۶۰۰ زره تنه عراقیان ددې سرحدي دروازې له لارې سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د یادولو وړ ده چې د ار ار سرحدي دروازه د سعودي عربستان او عراق ترمنځه د ۸۱۲ کیلومتره ګډه پوله کې یواځنۍ سرحدي دروازه ده.
د عراق لخوا په ۱۹۹۰ میلادي کال کې د کویټ د اشغالولو نه وروسته سعودي عربستان ددې هیواد سره خپلې ټولې ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې او سرحدي دروازه يي هم وتړله.
عراق په هیواد کې د داعش ترهګرې ډلې د تهدید د لمنځه تلو نه وروسته د ټولو ګاونډیو او سیمې هیوادونو سره د ښو اړیکو د جوړولو په خاطر په هلو ځلو پيل وکړ.
پدې چوکاټ کې د عراق او سعودي عربستان ترمنځه د اړیکو د ودې په خاطر دواړه هیوادونو د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په میاشت کې هماهنګۍ ګډه شورا جوړه کړه.
یادې شوې شورا په ۱۶ جلا جلا برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځه تفاهم نامې لاسلیک کړې وې. یادې شوې شورا ویلي وو چې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د غښتلتیا او لا قوي کولو په خاطر باید سرحدي دروازه پرانیستل شي او په متقابله توګه یو بل هیواد ته په الوتنو پیل وشي.