د محمد مرسي کورنۍ د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه
د مصر د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي چې د محکمې په جریان کې ژوند د لاسه ورکړ کورنۍ په سر کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د هر چا نه چې ددوې نه ملاتړ کړی مننه وکړه.
د مصر د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي زوی عبدالله مرسي د الجزیره تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د مصر مقاماتو د محمد مرسي لپاره د فاتحه خوانۍ مراسمو ته هم اجازه ورنکړه خو په مسجدالاقصی کې بیا د غیابي جنازې لمونځ ادا شو.
عبدالله مرسي وویل چې د پلار لپاره يي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونونو تنو غیابي د جنازې لمونځ ادا کړې دی. هغه وویل چې د نړۍ تاریخ تر اوسه پورې د داسې یوې پیښې شاهدي نده کړې. ددینه مخکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونونو تنو د چا پسې غیابي د جنازې لمونځ ادا کړی ندی.
هغه وویل چې غواړم د خپلې کورنۍ په استازیتوب د هر چا نه او په ځانګړې توګه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني، د مالیزیا د حکومت او تونس د پخواني ولسمشر منصف المرزوقي نه ډیره زیاته مننه کوو .
د ویلو ده چې په مصر کې د لومړي ځل لپاره د ازاده او ډیموکراتیکو ټاکنو په ترڅ کې ټاکل شوی لومړنی ولسمشر محمد مرسي چې د سیسي په مشرۍ د پوځي کودتا په پایله کې له واکه لرې او زنداني شو د ۲۰۱۹ میلادي کال د جون په ۱۷ مه نيټه د محکمې د جلسې په جریان کې ژوند د لاسه ورکړ. محمد مرسي د تیرو شپږو کلونو راهیسې په زندان کې زنداني وو.