سعودي عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو د توغندیو په ډیپوګانو درانده بریدونه کړي

سعودي عربستان  په یمن کې د حوثي یاغیانو نه د وروستي برید د غچ اخیستو په خاطر  په نوموړو پراخه هوايي بریدونه کړي دي.

1218440
سعودي عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو د توغندیو په ډیپوګانو درانده بریدونه کړي

 

د ویلو ده چې  حوثي یاغیانو  دوه ورځې مخکې  د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان د عسیر په سیمه کې د آبها په نړۍوال هوايي ډګر  د بالستیک توغندي برید وکړ. پدې برید کې  ۲۶ تنه ملکي وګړي  ټپيان شول.

د سعودي عربستان په مشرۍ  ائتلافي ځواکونو  د حوثي یاغیانو لخوا د آبها په نړۍوال هوايي ډګر د بالستیک توغندي د برید نه وروسته  په یمن کې د حوثي یاغیانو د توغندیو په ډيپوګانو او عسکري نفطو پراخه بریدونه وکړل.

د العربیه  کانال  د ائتلافي ځواکونو له قوله لیکلي دي چې  په یمن کې  د حوثي یاغیانو  د توغندیو د ډیپلوګانو سربیره  د توغندیو د تولید په مرکزونو  او ددې ترهګرې ډلې  بهرنیو متخصصینو  په نقطو  هم  پراخه  بریدونه کړي دي.

ائتلافي ځواکونو ویلي دي چې پدې بریدونو کې حوثي یاغیانو ته  ډیر ستر ګوزار ورکړی دی. د ویلو ده چې  سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د ۲۰۱۵ کال راهیسې  د یمن د ولسمشر په غوښتنه په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف مبارزه کوي.



اړوند خبرونه