سعودي عربستان د حوثي یاغیانو اړوند دوه ډرون الوتکې وویشتلې
سعودي عربستان د هیواد په سویل لویدیځ کې د خمیس مشیط په ښار کې د حوثي یاغیانو اړوند د دوو بې پيلوټه الوتکو د راغورځولو نه خبر ورکړی دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو پر خلاف د مبارزې د ائتلاف ویاند ډګروال ترکي المالکي نن وویل چې د سعودي عربستان دفاعي ځواکونو تیره شپه د هیواد په سویل لویديځ کې د خمیس مشیط د ښار په هوا کې د حوثي یاغیانو اړوند دوه بې پيلوټه الوتکې د تثبیتولو نه سمدلاسه وروسته راوغورځولې.
المالکي وویل حوثي یاغیانو یو ځل بیا غوښتل چې په ملکي استوګن ځایونو او سیمو بریدونه وکړي چې د دفاعي ځواکونو لخوا يي مخه ونیول شوه . هغه ویلي دي چې د حوثي جنایتکاره ډله چې هر ځل په ملکي وګړو او تاسیساتو د ورانکارانه بریدونه هڅه وکړي د دفاعي ځواکونو لخوا يی مخه نیول کیږي او خپلو شومو موخو ته نشي رسیدی.
د یادولو وړ ده چې په یمن کې حوثي یاغیانو پدې وروستیو کې پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو د بریدونو سربیره د ډرون الوتکو سره بریدونو ته زور ورته کړی دی. د سعودي عربستان دفاعي ځواکونه چې د حوثيانو له لوري توغول شوي توغندي په هوا کې له منځه وړي نوموړو د بې پیلوټه الوتکو په واسطه بریدونو ته مخه کړې ده.