حوثي یاغیانو یو ځل په سعودي عربستان برید وکړ
حوثي یاغیانو داځل د سعودي عربستان په نجران ښار کې په یوې ډیرې مهمې هډې د برید هڅه وکړه.
دا خبره د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ویاند ډګروال ترکي المالکي وکړه.
په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف د مبارزې د ائیلاف ویاند ډګروال ترکي المالکي نن سه شنبه د مې ۲۱ مه خبري رسنیو ته وویل چې حوثي یاغیانو دا ځل په چاودیدونکو توکو بارو یو ډرون الوتکې سره د سعودي عربستان د نجران په ښار کې په یوې ډیرې مهمې هډې د برید هڅه وکړه. هغه ویلي ددې مهم بڼست نه د یاد شوي ولایت خلک او ملکي وګړي استفاده کوي. هغه ددې بڼسټ نوم وانخیسته.
المالکي وویل چې د ایران پر ملاتړ حوثي یاغیانو داځل په چاویدونکو توکو بار د بې پیلوټه الوتکې سره د برید هڅه وکړه.
هغه وویل چې د ایران پر ملاتړ حوثي یاغیانو ددې ډول ترهګریزو اقداماتو او کړنو سره د سیمې او نړۍ امنیت د جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی. حوثي یاغیان د ایران پر ملاتړ په ملکي وګړو او تاسیساتو ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکوي.
هغه ګواښ وکړ چې د حوثي یاغیانو ددې ډول بریدونو پر خلاف به په ډیر قاطعیت سره مبارزې ته دوام ورکړي. هغه وویل چې د حوثي یاغیانو پر خلاف به د نړۍوالو قوانینو او قواعدو په رڼا کې د هر ډول مبارزې نه کار واخیستل شي.
د یادولو وړ ده چې حوثي یاغیانو تیره ورځ هم د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان د مکې مکرمې او جدې د ښارونو پر لورې دوه بالستیک توغندي توغولي وو چې د سعودي عربستان د دفاعي ځواکونو لخوا په هوا کې تثبیت او شنډ شوي وو.
ویاند وویل چې د حوثي یاغیانو پروني بریدونه هم د سعودي عربستان د دفاعي ځواکونو لخوا شنډ کړی شوي وو.