په متحده عربي اماراتو کې الوتکې سقوط وکړ.
په دوبۍ کې الوتکې سقوط وکړ
1202863
د متحده ه عربي اماراتو د دوبۍ په ښار کې د یوې کوچنۍ الوتکې د سقوط په پایله کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د متحده عربي اماراتو د رسمي خبري اژآنس د خبر له مخې د انګلستان اړوند ډیماموند ډي ای ۴۲ ډوله الوتکه د دوبۍ په نړۍوال هوايي ډګر کې ولویده.
په پیښه کې درې تنو د انګلستان او یو تن هم د سویلي افریقا د هیواد د وګړي په ګډون ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې د نوموړې پیښې له امله د دوبۍ په نړۍوال هوايي ډګر کې د یوې لنډې مودې لپاره هوايي ټرافیک ودرول شو.
هوايي ډګر لنډه موده وروسته بیرته د هوايي ټرافیک پر مخ پرانیستل شو.
د بله پلوه د دوبۍ د حکومت د رسنیو د دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې دا الوتکه کیدای شي چې د تخنیکي ستونزې له کبله لویدلي وي.