د اسراییلو او فلسطینی جهادي ډلو ترمنځه اوربند وشو
اسراییلو په فلسطین کې د جهادي ډلو سره د کړي اوربند په چوکاټ کې قطر ته د محاصرې لاندې د غزې سره د ۳۰ میلیونو ډالرو مرستې اجازه ورکړه.
د اسراییلو د دولتي رسنۍ کان د خبر له مخې د اسراییلو او فلسطین د جهادي ډلو ترمنځه د ترسره شوي اوربند د شرطونو نه یو هم د حماس د ډلې لخوا د فلسطین د اسلامي جهاد د ډلې د بریدونو مخنیوی دی.همداشان د اوربند په تړون کې د حماس لخوا د غزې په پوله کې د اونیزو لاریونو د کچې د راټیټولو او اسراییلو لورې ته سوځوونکو بالونو د استولو درول مسئلې هم شتون لري.
یادې شوې اسراییلي رسنۍ د اوربند د تړون د نورو جزیاتو په اړه څه ندي ویلي. په غزه کې د حماس ډلې هم د نوموړي اوربند د تړون په اړه تر اوسه څه ندي ویلي.
د یادولو وړ ده چې اسراییلو د تیرې اوونۍ په پای کې د غزې په تراړه درانده هوايي بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې د دوو میندوارو میرمنو په ګډون ۳ میرمنو او دوو تنو ماشومانو په ګډون ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۱۵۰ تنه نور پکې ټپیان شول.
د یادولو وړ ده چې د غزې له لوري پر اسراییلو په توغول شوو راکټي بریدونو کې د یو تن فلسطین الاصله اسراییلي په ګډون ۴ تنو اسرایلیانو ژوند د لاسه ورکړی وو.
د اسراییلو لخوا پر غزې د هوايي بریدونو د درولو په خاطر ملګروملتونو سازمان او مصر د اسراییلو او فلسطین د جهادي ډلو ترمنځه د اوربند په خاطر منځکړتوب وکړ.
د نوموړو په منځکړتوب د دوشنبې د سهار په وختي ساعتونو کې اوربند اعلان شو.
همداشان قطر تیره ورځ د فلسطین سره د ۴۸۰ میلیونو ډالرو مرستې اعلان وکړ.
اسراییلو بیا قطر ته د غزې سره د ۳۰ میلیونو ډالرو مرستو کولو ته اجازه ورکړه.