اسراييلو پر غزې هوايي بريدونه کړي
اسراييلو په غزه کې د اناتوليا خبري اژانس د دفتر په ودانۍ هوايي بريد وکړ
اسراييلو يو ځل بيا پر غزې هوايي بريدونه وکړل.
د اناتوليا خبري اژانس ويلي دي چې اسراييلي هوايي ځواکونو په غزه کې په هغه ودانۍ بريد کړی چې ددوی دفتر هم پکې شتون لري.
د اناتوليا خبري اژانس ويلي دي چې اسراييلي ځواکونو لومړی په هغه ودانۍ چې ددوې دفتر هم پکې شتون لري د خبردارۍ ډزې وکړۍ چې لنده موده وروسته يي پرې لږ تر لږه پنځه راکټي بريدونه وکړل.
په غزه کې د اناتوليا خبري آژانس د دفتر کارکوونکو ويلي دي چې د خبرداري د ډزو نه يي وروسته چې لاسته څه راغلي وو هغه يي اخيستي او له دفتره وتلي دي .
پدې بريد کې چاته ځاني زيان ندی اوښتی.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان دا بريد په کلکو ټکو وغنده. ولسمشر اردوغان ويلي دي چې د اسراييلو د بريدونو سره سره به ترکيه او اناتوليا خبري اژانس په غزه او د فلسطين په هره نقطه کې د اسراييلو ترهګري او ظلمونه ټولې نړۍ ته بيانولو ته دوام ورکړي.
د هيواد د ولسمشر مرستيال فواد اوکتای هم دا بريد وغنده او د اناتوليا خبري اژانس عمومي رئيس ته د تيليفون په کرښه تسليت مراتب وړاندې کړل.