سعودي عربستان ۳۷ تنه د ترهګرو سازمانونو د جوړولو او دښمنانو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام کړل.
سعودي عربستان ۳۷ تنه اعدام کړل
1189164
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې تیره ورځ د نوموړي هیواد د پلازمینې ریاض، مکې، مدینې، الشرقیه، القاسم او عصیر په ښارونو کې ۳۷ تنه د ترهګریزو سازمانونو د جوړولو او د هیواد د دښمنانو لپاره د جاسوسۍ په تور په دار وځوړول شول.
په خبر کې راغلي دي چې د نوموړو کسانو تورونه د محکمې لخوا ثابت شوي وو . همداشان دا کسان د تمیز او سترې محکمې د حکم نه وروسته د سعودي عربستان د پاچا په امر اعدام کړی شول.
پداسې حال کې چې د اعدام شوو کسانو د عمرونو او نومونو په اړه څه ندي ویل شوي خو ویل کیږي چې ټول د سعودي عربستان وګړي وو.