اسراییل : د ۶ اسلامي هیوادونو سره د تماس په حال کې یو

د اسراییلو  لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل  د ۶ اسلامي هیوادونو سره  چې تر پرونه پورې  د دښمن په توګه یادولو  د تماس په حال کې یو.

1162230
اسراییل : د ۶ اسلامي هیوادونو سره  د تماس په حال کې یو

هغه وویل چې  اوسمهال نه غواړي چې ددې هیوادونو نومونه  ذکر کړي.

هغه  دا څرګندونې  د اسراییلو د پخواني لومړي وزیر لیوي ایشکول  چې په ۱۹۶۷ کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې  پر مهال  د اسراییلو د لومړي وزیرۍ دنده په غاړه درلوده  په یاد غونډه کې وکړې.

نتنیاهو وویل د ۶ اسلامي هیوادونو سره  چې  تر لنډې مودې مخکې پورې مو  ورته د دښمن په سترګه کتل  د ډیر نږدې د تماس په حال کې یو. هغه وویل چې  ددې شپږو هیوادونو سره  اړیکې  او تماسونه  د سولې د بهیر له پلوه ځانګړی اهمیت لري.

هغه وویل چې  د نورو ګاونډیو هیوادونو سره  هم  په تفاهم، تماس او اړیکو کې ډیر پرمختګ  شوی دی  خو د ټولو سره  نه.

هغه وویل چې  د اسراییل وګړي  د عربي هیوادونو سره زمونږ د نورمالو اړیکو  یوه کوچنۍ  برخه  لیدلی شي  ځکه چې  لویه برخه  په پټه  او خفا کې  روانې دي.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا متحده ایالتونو او اسراییلو په مشرۍ  د فبروري په ۱۳ او ۱۴ مو نیټو  د پولنډ په پلازمینه  وارسا کې په منځني ختيځ کې د سولې او امنیت د راتلوونکي نه د ملاتړ تر نامه  لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې  یو زیات شمیر عربي هیوادونو  وزیرانو او چارواکیو ګډون کړی وو.

پدې کنفرانس کې متحده عربي اماراتو، بحرین، قطر، عمان او یمن د بهرنیو چارو وزیرانو، د سعودي عربستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر ګډون کړی وو. فلسطین او لبنان دا کنفرانس بایکاټ کړی وو او ګډون يي پکې نه وو کړی. همداشان کویټ بیا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر سره پدې کنفرانس کې ګډون کړی وو.

د یادولو وړ ده چې  د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم  د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکتوبر په ۲۶ مه نیټه  د خلیج د هیوادونو نه عمان ته د سفر پر مهال د نوموړي هیواد د پاچا قابوس بن سعید سره  لیدنه کړې وه.



اړوند خبرونه