د عراق ولسمشر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراق ته تللی
د عراق ولسمشر برهم صالح وویل چې د ایران سره باید اړیکي لا قوي کړو ځکه چې دا خبره د سیمې د امنیت او استقرار په خاطر لازمي ده.
د عراق ولسمشر دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره په بغداد کې د په لیدنه کې وکړې.
د عراق ولسمشر صالح د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف چې د رسمي سفر په ترڅ کې عراق ته تللی دی په پلازمینه بغداد کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې حضور ته قبول کړ.
د عراق د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې پدې لیدنه کې د عراق او ایران په اړیکو او د سیمې په وروستیو پرمختګونونو خبرې وشوې.
د عراق ولسمشر د سیمې ستونزې ته په اشارې سره وویل « په سیمه کې د اقتصاد او تجارت د راژوندي کولو او د خلکو د امنیت او ثبات په خاطر موجودې ستونزې باید د سوله ایزو لارو څخه حل کړو. د مذاکراتو له لارې باید کړی شي. »
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف وویل چې ایران د عراق سره په هره برخه کې د همکاریو د کچې د لوړولو او اړیکو د لا ودې هیله لري. ایران په ټولو برخو کې د عراق د حکومت او خلکو نه پوره ملاتړ کوي.