د اخوان المسلمین د رهبري شورا د مشر په ګډون ۹ تنه چارواکي بې ګناه ثابت شول
د ګیزا د ښار د جزا محکمې د اخوان المسلمین ۹ تنه مشرانو ته د استفامت جومات په دعوا کې برائت ورکړ
په مصر کې یوې محکمې د اخوان المسلمین سازمان د رهبري شورا د مشر محمد بدیع په ګډون ۹ تو جګپوړو چارواکیو ته برائت ورکړ.
د مصر نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ګیزا د جزا محکمې د اخوان المسلمین سازمان د رهبري شورا رئیس محمد بدیع او د شهیدې اسماء البیلتاجي پلار محمد البیلتاجي په ګډون تنو جګپوړو چارواکیو د استقامت جومات د پيښې په دعوا کې برائت ورکړ.
د محمد بدیع په ګډون د نوموړو ۹ تنو د مدافع د وکیلانو د هیت رئیس عبدالمومن عبدالمقصود د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې دا د اخوان المسملین سازمان د رهبري شورا د مشر په ګډون د جګپوړو چارواکیو په اړه د محکمې لخوا ورکړل شوی لومړی د برائت حکم دی.
د یادولو وړ ده چې په مصر کې د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۳ مه نیټه په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د عسکري کودتا نه وروسته د جولای په ۲۲ مه نيټه د پلازمینې قاهرې په لویدیځ کې د استقامت جومات ترڅنګ د کودتا د مخالفینو او پلویانو ترمنځه نښته شوې وه چې پدې پیښه کې ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
همداشان د اخوان المسلمین د مشرانو د نیول کیدو نه وروسته ددې پيښې په تړاو هم د هغوې پر خلاف اقامه د دعوا شوې وه.
محکمې د اخوان المسلمین مشران پدې پيښه کې بې ګناه اعلان کړل.