د قاشقچي په جنایت د تورنو کسانو نه ۵ تنو ته د اعدام غوښتنه وشوه
د سعودي عربستان د مخالف او منتقد خبریال جمال قاشقچي په جنایت د تورنو ۱۱ تنو نه ۵ تنو ته د اعدام د سزا غوښتنه وشوه.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د هیواد د لوی څارنوال له قوله ویلي دي چې د جمال قاشقچي په جنایت تورن ۱۱ تنه د خپلو مدافع وکیلانو سره د لومړي ځل لپاره نن قاضي حضور ته یوړل شول.
لوی څارنوال ویلي دي چې په محکمه کې د تورنو کسانو په مخکې پر هغوې تورونه یو یو ولوستل شول . د تورنو کسانو د مدافع وکیلانو د خپلو موکلینو نه د دفاع په خاطر د وخت غوښتنه وکړه.
محکمې د نوموړو کسانو محاکمه وځنډوله.
لوی څارنوال وویل چې څارنوالۍ د قاشقچي په جنایت تورنو کسانو نه ۵ تنو ته د اعدام د سزا او پاتو کسانو ته د شریعت په مطابق د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده .
لوی څارنوال ویلي دي چې د نوموړي دعوا په اړه يي د ترکیې د لوی څارنوالۍ ددوې سره د ټولو دلایلو د شریکولو غوښتنه کړې ده .
د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان لوی څارنوالۍ د نوامبر په ۱۵ مه نيټه د قاشقچي جنایت په تړاو ۲۱ تنه محکمې ته سوق کړي وو او ویلي وو چې ددوې نه ۱۱ تنه د قاشقچي په جنایت کې لاس لري. څارنوالۍ بیا د ۱۱ تنو له جمع نه ۵ تنو ته د اعدام د سزا غوښتنه کړې وه.
د سعودي عربستان منتقد او مخالف خبریال جمال قاشقچي د تیر کال د اکتوبر دویمه نيټه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې په ډیره بې رحمانه توګه ووژل شو چې مړی تر ننه پورې ورک دی.