ټرمپ عراق ته ناڅاپي سفر کړی
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د خپلې میرمنې میلانیا ټرمپ په ملګرتیا د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې عراق لیدنه وکړه
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د داعش ترهګره ډله به په کامله توګه له منځه وړي.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د خپلې میرمنې میلانیا ټرمپ په ملګرتیا د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې عراق ته لاړ.
دونالد ټرمپ او میلانیا ټرمپ په عراق کې د امریکايي ځواکونو سره په ګډه نویل ولمانځه.
د سپینې ماڼۍ لخوا د خپور شوي بیان له مخې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د خپلې میرمنې میلانیا ټرمپ سره یو ځای په عراق کې د میشتو امریکايي ځواکونو نه د لیدنې او د هغوې سره په ګډه د نویل د لمانځلو په خاطر عراق ته تللی دی.
ټرمپ د عراق په لویدیځ کې د الانبار په ولایت کې د عین الاسد د پوځي هډې نه لیدنه وکړه. هغه دلته د امریکايي پوځیانو نه د لیدنې او هغوې ته د نویل د مبارکۍ نه وروسته وینا وکړه.
ټرمپ په عراق کې میشتو امریکايي ځواکونو په خطاب کې په خپله وینا کې وویل چې د عراق نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په اړه کوم پلان نلرو. هو که چیرې په سوریه کې څه کول وغواړو د عراق نه به د خپلې هډې په توګه کار واخلو.
ټرمپ د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستو د پریکړې په اړه وویل « د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په اړه رانه د وخت غوښتنه شوې خو خو ما دا غوښتنه رد کړې ده . »
هغه وویل چې د داعش ترهګرې ډلې د لمنځه وړو د مسلې په اړه مو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ډیرې ګټورې خبرې کړي دي. هغه او زمونږ نور متفقین به په سیمه کې داعش ترهګرې ډلې له منځه یوسي. امریکا د نړۍ د ژاندارم پولیسو مسئولیت نلري. امریکا نور نشي کولای چې د نړۍ د ژاندارم پولیسو دنده ترسره کړي.
هغه وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي چې په سوریه کې د داعش ټول پاتې شوني له منځه یوسي. سعودي عربستان هم مونږ ته وړاندیز وکړ چې حاضر دي چې د اقتصادي پلوه مرسته وکړي.
د بله پلوه د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ سره چې په ناڅاپي سفر امریکا ته تللی دی د ټيلیفون په کرښه د خبرو کولو نه خبر ورکړی دی.
د عراق د لومړي وزیر د دفتر د رسنیو د مرکز لخوا د خپور شوي بیان له مخې د عراق لومړي وزیر د ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې په ځانګړې توګه د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته د سیمې د پرمختګونو، د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په مبارزه کې د ګډې همکارۍ او د سیمې په امنیت او ثبات خبرې کړي دي.
د ویلو ده چې ټرمپ عراق ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي هیواد د چارواکیو سره لیدنه نده کړې. ټرمپ یواځې ۳ نیم ساعته په عراق کې پاتې شوی دی.