حسنې مبارک د محمد مرسي په محاکمه کې د شاهد په توګه ګډون وکړ
د مصر پرزول شوي پخواني ولسمشر حسني مبارک د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي په محاکمه کې د شاهد په توګه ګډون وکړ
د مصر پرزول شوي پخواني ولسمشر حسني مبارک د هیواد د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي ، چې په ۲۰۱۳ کال کې د عسکري کودتا په پایله کې له واکه لرې او زنداني شو، په زندانونو د چاپې د دعوا د محاکمې په ننۍ جلسه کې د شاهد په توګه ګډون وکړ.
۹۰ کلن حسني مبارک د دوو ځامنو الا او جمال مبارک سره یو ځای د کونټۍ په مرسته د محکمې سالون ته راداخل شو. د ویلو ده چې په مصر کې د کودتا نه وروسته دا لومړی ځل دی چې حسني مبارک او محمد مرسي مخامخ یو بل ویني.
د مصر لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي چې د کودتا په پایله کې له واکه لرې او زنداني شوی دی د شیشه يي قفس له دننې نه د محاکمې د جلسې ننداره کوله.
د یادولو وړ ده چې د مصر د جزا محکمې لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي په زندانونو د چاپې د دعوا په چوکاټ کې ددینه مخکې د اعدام په سزا محکوم کړی وو چې وروسته د تمیز محکمې لخوا د جزا د محکمې حکم مات او د مرسي له سره د محاکمه کولو حکم وشو.
د ویلو ده چې په زندانونو د چاپې د دعوا په چوکاټ کې د محمد مرسي سربیره د اخوان المسلمین د رهبري شورا رئیس محمد بدیع په ګډون ۲۷ تنه نور هم محاکمه کیږي.
د نوموړو محاکمه د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۲۶ مه نيټه پیل شوې ده .
د یادولو وړ ده چې په مصر کې د پخواني ولسمشر حسني مبارک د واکمنۍ د ړنګیدو نه وروسته د لومړي ځل لپاره په ازادو ټاکنو کې په ۲۰۱۲ کال کې محمد مرسي د مصر د لومړني منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د محمد مرسي د ولسمشرۍ نه لا یو کال نه وو تیر شوی چې د ۲۰۱۳ کال د جولای په دریمه نیټه د عسکري کودتا په پایله کې له واکه لرې او زنداني شو.
محمد مرسي د څه باندې ۵ کلونو راهیسې زنداني دی. همداشان پدې په لسګونو تنه د کودتا مخالفین اعدام او یا په شهادت ورسول شول.