د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي زوی ووژل شو.
د البغدادي زوی ووژل شو
د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي زوی ووژل شو.
داعش ترهګرې ډلې خبري اژانس اعماق د سوریې د حمص په ښار کې د البغدادي د زوی خدیقه البدري د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
د اعماق خبري اژانس د ابوبکر البغدادي د زوی د مړینې په اړه یو لنډ پیغام خپور کړی دی.
په پيغام کې ویل شوي دي چې د داعش ترهګرې ډلې د تش په نامه خلیفه ابوبکر البغدادي زوی خدیقه البدري د سوریې د حمص په ښار کې د حرارتي برښنا په ستیشن کې وژل شوی دی.
په پیغام کې راغلي دي چې خدیقه البدري په حمص ښار کې د نصرانیانو او روسانو پر خلاف په علمیاتو کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان د اعماق خبري اژانس د البغدادي د زوی یو انځور هم خپور کړی دی. په انځور کې یو تنکی ځوان چې په لاس کې ټوپک دی ښکاري.
د یادولو وړ ده چې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په اړه چې چیرته دی ؟ مړ دی او که ژوندی دی هیڅډول معلومات نشته دی. خو د اعماق خبري اژانس د هغه د زوی د مړینې په اړه د خبر د خپرولو سره په غیرې مستقیمه توګه دې خبرې ته اشاره کړې ده چې البغدادي ژوندی دی.