په سوریه کې ګڼ شمیر روس سرتیري ووژل شول.
داعش په دیروزور کې د اسد په پلوي ځواکونو خونړی برید کړی
په سوریه کې ګڼ شمیر روس سرتیري ووژل شول.
د سوریې د دیروزور په سیمه کې د بشاراسد د ځواکونو په یو مرکز د ترسره شوي برید له امله د ۹ تنو روسانو او ۲۶ تنو د اسد سرتیرو په ګډون ۳۵ تنه د اسد پلوي سرتیري ووژل شول.
په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان چې مرکز يي په لندن کې دی ویلي دي برید په لوی ګمان سره چې د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی وي.
د یاد شوي څار مشر رامي عبدالرحمان خبري رسنیو ته ویلي دي چې د وژل شوو ۹ تنو روسانو نه بعضې کرايي سرتیري دي. د بله پلوه د روسیې د دفاع وزارت بیا پدې پیښه کې د خپلو څلورو تنو سرتیرو د وژل کیدو پخلی کړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې په وژل شوو ۴ تنو کې دوه تنه يي پوځي سلاکاران او دوه تنه نور سرتیري وو. روسیې پدې پيښه کې د ۳ تنو روسي سرتیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې پیښه د داعش ترهګرې ډلې لخوا د برید له امله رامنځته شوه. داعش ترهګرې ډلې په دیروزور کې د اسد او روسي په ګډو ځواکونو برید وکړ چې په پایله کې نښته پیل شوه.
پدې نښته کې ۴۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.