په سوریه کې د بشار اسد د ځواکونو اړوند په پوځي هډې توغندیز برید وشو.
د اسد ځواکونو په پوځي هډې هوايي برید وشو
په سوریه کې د بشار اسد د ځواکونو اړوند په پوځي هډې توغندیز برید وشو.
د سوریې د رژیم رسمي خبري اژانس سانا د خبر له مخې د نامعلوم هیواد جنګي الوتکو په حمص ښار کې د دابا په پوځي هډې توغندي وتوغول.
په خبر کې راغلي دي چې د برید نه وروسته د اسد ځواکونو اړوند دافع هوا او دفاعي توغندیو په الوتکې متقابل بریدونه وکړل.
ویل کیږي په کومه سیمه چې برید شوی دی هلته ډیری ایراني ملیشه ځواکونه میشت دي.
د بله پلوه د اسد رژیم ته نږدې ډلو د ټولنیزې مډیا له لارې ویلي دي چې تیره شپه د د یوې نیمې بجې په شاوخوا کې د فرات نهر سویل لویدیځ لوري ته د ټي دوه تیلو ذخیرو په شاوخوا کې په دوو عسکري نقطو توغندیز بریدونه وشول.
دا لا معلومه نده چې برید د چا لخوا شوی دی. خو پدې وروستیو کې اسراییلي ځواکونه وخت نا وخته په سوریه کې په عسکري هډو او په ځانګړې توګه د ایراني ملیشو په هډو بریدونه کوي.
خو د وروستي برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.