حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وکړ.
سعودي عربستان دفاعي ځواکونو د یمن لخوا راتوغول شوی توغندی په هوا کې شنډ کړ
حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وکړ.
د سعودي عربستان پوځ ویلي دي چې د یمن د خاورې نه راتوغول شوی توغندی په هوا کې تثبیت او له منځه وړی دی.
د سعودي عربستان پوځ ویلي دي چې دا توغندی د جیزان په ښار توغول شوی وو.
د سعودي عربستان دولتي تلویزیون نن دوشنبه د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان د جیزان په ښار د بالستیک توغندي د برید نه خبر ورکړ.
په خبر کې راغلي دي چې حوثي یاغیانو د جیزان په ښار د بالستیک توغندي برید کړی وو چې د سعودي عربستان د دافع هوا ځوکونو لخوا په هوا کې تثبیت او شنډ کړی شو.
د بله پلوه حوثي یاغیانو ادعا کړې ده چې توغندی د سعودی عربستان د جیزان ښار نړۍوال هوايي ډګر لګلیدلی دی.
د حوثي یاغیانو اړوند د المسیره تلویزیون ویلي دي چې د یمن د خاورې د سعودي عربستان د جیزان د ښار په هوايي ډګر د بدر ۱ په نامه د توغندي سره برید شوی دی.