د فلسطينيانو د بې رحمانه وژنې نه د اسراييلې وياندې بې شرمانه دفاع!
د اسراييلو د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ميچل مايان ددې پوښتې په ځواب كې چې `` ولې پر لاريون كونكو باندې ډزې كوئ.`` بې شرمانه څرګندونې وكړې.
د اسراييلو د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ميچل مايان ددې پوښتې په ځواب كې چې `` ولې پر لاريون كونكو باندې ډزې كوئ.`` بې شرمانه څرګندونې وكړې.
مايان خبريال په ډاډه لهجه وايي چې `` موږ نشو كولاى چې سلګونه تنه زندان ته ولېږو.`` ځكه يې وژنو!
مېچل مايان د آيرلنډ د آر ټي اي ټلوېزيون خبريال سره په مركه كې په غزه كې د لسګونو تنو فلسطينيانو له وژنې دفاع وكړه.
نوموړي څرګنده كړه چې ``موږ نشو كولاى چې سلګونه تنه لاريون كونكي زندان ته ولېږو. هلته سلګونو كسانو د اسراييلو پر ځواكونو بريدونه كول. اسراييلي سرتېرو د خلكو د وژلو لپاره ډزې نه كولې. يواځې يې غوښتل چې د لاريون مخه ونيسي.``
نوموړې همداراز بيت المقدس ته امريكا د سفارت د انتقال په اړه وويل چې دا پرېكړه به د سولې پروسې ته زيان ونه رسوي. يواځې دې سره به مرسته وكړي چې نور پدې پوه شي چې بيت المقدس د اسراييلو پلازمېنه ده.
د تېرې دوشنبې په ورځ اسراييلي سرتېرو په غزه كې پر لاريون كونكو باندې د ډزو په پايله كې لږ تر لږه ۶۲ تنه فلسطينيان شهيدان كړل او تر ۳۰۰۰ تنو زيات يې ټپيان كړل.