د اسراییلو د دفاع وزیر ایران ته ښکاره ګواښ وکړ.
د اسراییلو د دفاع وزیر : په هر قیمت چې کیږي په سوریه کې به ایران له منځه یوسو.
د اسراییلو د دفاع وزیر ایران ته ښکاره ګواښ وکړ.
د اسراییلو د دفاع وزیر اویګدور لیبرمن وویل ، په هر قیمت چې تمامیږي په سوریه کې به ایران ته د عسکري هډو جوړولو ته اجازه ورنکړو.
د اسراییلو د دفاع وزیر دا ګواښ په لندن کې چاپیدونکي د سعودي عربستان د ایلاف ورځپاڼې د عربي څانګې سره په مرکه کې کړی دی.
هغه ویلي دي هیواد يي نه غواړي چې د چا سره جګړه وکړي خو په هر قیمت کې تمامیږي په سوریه کې به ایران ته د عسکري هډو جوړولو ته اجازه ورنکړي.
لیبرمن وویل چې د ایران لخوا په تل ابیب د هر ډول برید په صورت کې به اسراییلو پوځ په عینې واحد کې په تهران بریدونه وکړي. هغه ګواښ وکړ چې په سوریه کې د ایران ټول عسکري تاسیسات او موجودیت به په مځکه کې خښ کړو. د مځکې سره به يي مځکه کړو.
د اسراییلو د دفاع وزیر ادعا وکړه چې ایران تر اوسه پورې په سوریه کې ۱۳ میلیارده ډالره په مصرف رسولي دي. ایران په لبنان کې حزب الله ، د حماس، اسلامي جهاد غورڅنګ په څیر سازمانونو سره د کال دوه میلیارده ډالره مرسته کوي.
هغه وویل چې د ایران رژیم پدې وروستیو کې د ډیرو سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د امریکا لخوا د اټومي تړون د لغوه کولو او په ایران له سره د اقتصادي بندیزونو د لګولو سره به دا هیواد د اقتصادي پلوه فلج شي. هغه وویل چې د ایران د حکومت او انقلاب ساتوونکو ځواکونو او خلکو ترمنځه د هرې ورځې په تیریدو سره واټن په مخ په ډیریدو دی. هغوې د هیواد ټولې زیرمې د خپل کنټرول لاندې راوستي دي. د همدې امله هم ایران د فلج کیدو د ګواښ سره مخامخ دی.
اسراییلي وزیر د فلسطین سره د روانې ستونزې په اړه هم څرګندونې وکړې.
هغه وویل چې د اسراییلو او فلسطین ترمنځه روانه ستونزه باید د سیمې په کچه حل شي. دا یواځې د دوو هیوادونو کار ندی. هغه وویل چې دا کار د اسراییلو او عربي نړۍ ترمنځه د سولې او دوو دولتونو حل لارې سره د امکان وړ خبره ده.
هغه د اسراییلو او بعضو عربي هیوادونو ترمنځه د ډیالوګ او مذاکراتو د دوام نه خبر ورکړ. هغه وویل چې پدې برخه کې په سمه لاره روان یو او تر اوسه پورې ۷۵ سلنه پرمختګ شوی دی.