د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي یاغیانو مشر وواژه
په یمن کې د حوثي یاغیانو د سیاسي شورا ریس صالح الصمد د ایتلافي ځواکونو په برید کې ووژل شو.
په یمن کې د حوثي یاغیانو د سیاسي شورا ریس صالح الصمد د ایتلافي ځواکونو په برید کې ووژل شو.
د حوثي یاغیانو اړوند د المصیره تلویزیون د وروستي دقیقې خبر په توګه د حوثي یاغیانو د سیاسي شورا د ریس الصمد د مړینې خبر اعلان کړ.په خبر کې راغلي دي چې د الصمد د تیرې پنجنشبې په ورځ د ایتلافي ځواکونو په برید کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
الصمد د یمن په لویدیځ کې د الحدیده په ښار کې په هوايي برید کې وژل شوی دی.
د بله پلوه د سعودي عربستان د الاخباریه تلویزیون د بعضو سیمه ایزو سرچینو له قوله ویلي دي چې پدې برید کې د حوثي یاغیانو د سیاسي شورا د مشر الصمد سربیره یو زیات شمیر نور مشران هم وژل شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې د الصمد د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف لخوا لټول کیده. هغه د حوثي یاغیانو تر ټولو مشر وو.
د بله پلوه حوثي یاغیانو یو ځل بیا د یمن نه د سعودي عربستان د جازان په ښار د بالستیک توغندیو برید وکړ چې په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوي دي.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د ویاند ترکي المالیکي له قوله ویلي دي چې حوثي یاغیانو یا د انصارا الله شیعه غورځنګ د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان د جازان په ښار د دوه بالستیک توغندیو برید وکړ چې د سعودي عربستان د دافع هوا سیستم لخوا په هوا کې شنډ او لمنځه یوړل شول.
د یادولو وړ ده چې حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې د یمن په مشروع حکومت کودتا وکړه او د پلازمینې صنعا په ګډون یو زیات شمیر سیمې د خپل کنټرول لاندې راوستې.
ددې په مقابل کې د یمن ولسمشر د سعودي عربستان او عربي نړۍ نه د مرستې غوښتنه وکړه چې سعودي عربستان بیا د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف مبارزه پيل کړه.