ټرمپ: توغندي در روان دي!

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل رسمي ټويټر له لارې څرګنده كړه چې په سوريه كې به نوي عمليات پيل كړي.

949423
ټرمپ: توغندي در روان دي!

 

ټرمپ په سوريه كې د بشار اسد د رژيم لخوا د دوما پر سيمې باندې د كيمياوي وسلو په واسطه د بريد په ځواب كې د رژيم پر مورچلو باندې د توغنديو د بريدونو د ترسره كولو خبر وركړ.

ټرمپ روسيې ته خبردارى وركړ چې توغندي در روان دي!

د بله پلوه روسيې په چټك ځواب كې څرګنده كړه چې د امريكا لخوا ترسره كېدو بريدونو پر وړاندې د ځواب ويلو په موخه پوره تيارى لري.

ټرمپ د ټويټر له لارې څرګنده كړه چې `` روسيې پر سوريې باندې د توغنديو د بريد د مخنيوي سوګند ياد كړى دى. روسيې آماه اوسه! توغندي در روان دي. لا ښه او ځيرمن به وي! د داسې حيوان سره بايد همكاري ونكړې چې د ګازو په واسطه خپل خلك وژني او ترې خوند اخلي!``

ټرمپ په يو بل پيغام كې اعتراف وكړ چې د روسيې سره اړيكې يې د سړې جګړې پر مهال هم دومره خرابې شوې ونه وې. د ترمپ په اند روسيه په اقتصادي ډګر كې د امريكا مرستې ته اړتيا لري. ټول ملتونه بايد په ګډه كار وكړي.``

د روسيې غبرګون!

روسيې د ټرمپ  وروستيو څرګندونو باندې نيوكه وكړه او پر امريكا يې غږ وكړ چې په خپله پرېكړه له سره غور وكړ.

د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د توغنديو هدف بايد قانوني حكومت نه بلكې ترهګر وي. په اعلاميه كې پر امريكا تور لګول شوى دى چې د ځيرمنو توغنديو په واسطه غواړي چې په سوريه كې د كيمياوي وسلو د كارول كېدلو په اړه دلايل محوه كړي.

په لبنان كې د روسيې سفير الكساندر ساسيپكين پخوا ويلي وو چې روسيه به پر سوريې باندې د امريكا لخوا د توغول شوو توغنديو د لمنځه وړلو هڅه وكړي. نوموړي د لبنان د دولتي ټلوېزيون سره په مركه كې وويل چې ټول توغندي به وويشتل شي او هغه ځايونه به هم بمبار شي چې توغندې ترې توغول شوي دي.



اړوند خبرونه