د سعودي - اسراييلو يارانه!
د سعودي عربستان وليهعد محمد بن سلمان چې په عين حال كې د هېواد د دفاع وزير هم دى خو په غير رسمي توګه د خپل پلار سلمان بن عبدالعزيز ټولې اجرايي چارې يې پر غاړه اخيستې.
د سعودي عربستان وليهعد محمد بن سلمان چې په عين حال كې د هېواد د دفاع وزير هم دى خو په غير رسمي توګه د خپل پلار سلمان بن عبدالعزيز ټولې اجرايي چارې يې پر غاړه اخيستې.
سلمان د لومړي ځل لپاره په سعودي كې د ښځو لپاره د موټر چلولو اجازه وركړه. وروسته يې په هېواد كې د سينما د بېرته جوړولو په موخه اقدام وكړ او د ۲۰۳۰ وېژن تر نامه لاندې پروګرام په ترڅ كې يې د سيلانيانو لپاره د ځانګړې سيمې د جوولو پرېكړه وكړه.
محمد بن سلمان څه موده وړاندې د امريكا له متحدو ايالتونو تاريخي ليدنه وكړه چې په ترڅ كې يې د ښځو د حقونو، حجاب او وهابيزم په اړه مهمې څرګندونې وكړې.
وليهعد شهزاده د خپل هېواد د بهرني سياست چارې هم پر غاړه لري. په بهرني سياست كې د امريكا او اسراييلو سره نږدې اړيكې او د ايران سره ښكاره دښمني د بن سلمان مهمې موخې دې.
د اسراييلو سره ګډې ګټې لرو.
سلمان د ټايم د اونيزې مجلې سره په يوې تازه مركه كې د خپل هېواد بهرني سياست په اړه مهمه څرګندونې وكړې. نوموړي د ايران – اسراييلو ترمېنځ دښمنۍ ته په اشارې سره وويل چې `` زموږ دښمن مشترك دى.``
بن سلمان د اسراييلو سره د اړيكو د نورمالېدلو او پراختيا پر امكاناتو باندې هم خبرې كړي او زياته كړې يې ده چې دواړه هېوادونه له يو بل سره احتمالي ګډې ګټې لري.
محمد بن سلمان پخوا د اسراييلو او فلسطين ترمېنځ د سولې د خبرو اترو په اړه ويلي و چې اسراييل حق لري چې د يو دولت په توګه د فلسطين ترڅنګ پاتې شي.
پدې ترڅ كې سعودي عربستان په خپل تاريخ كې د لومړي ځل لپاره يو هندي هوايي شركت ته اجازه وركړه چې ددې هېواد له هوايي حريمه اسراييلو ته سفرونه پيل كړي.