د سعودي عربستان ولیهعد شهزاده: د اسراییلو سره په یو زیات شمیر برخو کې ګډې ګټې لرو
د اسراییلو په اړه د سعودي عربستان د ولیهعد شهزاده وروستیو څرګندونو د اسلامي نړۍ سخت غبرګون پارولی دی.
د اسراییلو په اړه د سعودي عربستان د ولیهعد شهزاده وروستیو څرګندونو سخت غبرګون پارولی دی.
د سعودي عربستان ولیهعد شهزاده محمد بن سلمان په امریکا کې چاپیدونکې د
د اتلانتیک مجلې سره په مرکه کې ویلي دي چې د اسراییلو سره په یو زیات شمیر برخو کې ګډې ګټې لري. که چیرې سوله ټینګه شي کیدای شي چې د اسراییلو او خلیج همکاریو د شورا ترمنځه لا زیاتې ګډې ګټې رامنځته شي.
شهزاده محمد بن سلمان ددې پوښتنې په ځواب کې چې ستاسې په نظر اسرایلیان د نیکونو نه يي پاتې په خاور کې د یو ملي دولت د چت لاندې د ژوند کولو حق لري او که نه؟ داسې وویل ! اسرایلیان او فلسطینیان دواړه د خپلو خپلو خاورو او هیوادونو نه د دفاع حق لري. خو د هر چا لپاره د سولې او استقرار د ټینګښت او نورمالو اړیکو په خاطر د سولې یو تړون ته اړتیا لرو.
د بن سلمان دې څرګندونو سخت غبرګونونه پارولي دي. ډیری برخو د شهزاده بن سلمان ددې څرګندونو نه اسراییلو ته د په رسمیت پيژندلي یو هیواد په توګه د کتنې له امله نیوکې کړي دي.
هغه زیاته کړې ده چې په بیت المقدس کې د مسجدالاقصی د راتلوونکي او د فلسطینیانو د حقونو په اړه بعضې اندیښنې لرو. نور د چا سره کومه ستونزه نلرو.
د اسراییلو سره په ډیرو برخو کې ګډې ګټې لرو. که چیرې سوله وشي کیدای شي چې د اسراییلو او خلیج همکاریو شورا ترمنځه لا زیاتې ګډې ګټې رامنځته شي.
شهزاده سلمان پدې مرکه کې د ایران، اخوان المسلمین او القاعدې او داعش ترهګرې ډلو نه د شیطان د مثلث په توګه یادونه کړې ده .
هغه ویلي دي چې د شیطان دا مثلث نن ورځ غواړي چې اسلام د شدت او زور زیاتي له لارې نشر کړي. نوموړي یو ځل بیا د خلافت د راوړولو هڅه کوي.
هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې « د شیطان دا مثلث نن ورځ مونږ مسلمانانو ته له سره د خلافت د جوړولو فکر د تزریقولو هڅه کوي. دوی وايي چې د اسلام د ظفر په خاطر باید امپراتوري جوړه شي خو الله ج او د هغه رسول مونږ ته داسې کوم امر ندی کړی. الله تبارک و تعالی یواځې مونږ ته یواځې د اسلام د دین د خپرولو امر کړی دی چې دا دنده او وظیفه ترسره شوې ده . نن ورځ هر انسان د خپلې عقیدې د انتخابولو د حق نه برښمند دی. په هر هیواد کې دینې کتابونه شتون لري او د د هر چا په اختیار کې قرار لري. د الله او د هغه د رسول پیغام خپل ځای ته رسیدلی دی. د اسلام د خپرولو په خاطر ددینه وروسته جنګ او جګړې ته اړتیا نشته خو دا د شیطان مثلث مسلمانان بل لوري ته راکاږي. مسلمانانو ته وايي چې د اسلام د دین د خپرولو په خاطر جنګ او جګړه ضروري ده. مسلمانان بې ځایه تحریکوي او هغوې د اسلامي امپراتورۍ جوړولو ته هڅوي. »
د بله پلوه هغه پدې وینا کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د القاعدې او داعش ترهګرې ډلې د اخوان المسلمین نه نشعت کړی دی. هغه ویلي دي چې ایران ددې ټولو هلو ځلو نه ګټه پورته کوي او د شیعه اډیالوژۍ د خپرولو په لاره کې ترینه د ښه فرصت په توګه کار اخلي.
د یادولو وړ ده چې دا څرګندونې پداسې حال کې کیږي چې لنډه موده مخکې د اسراییلو لوی درستیز د شهزاده بن سلمان سره د اسراییلو د ملي امنیت د سلاکار د لیدنې ادعا کړې وه.
همداشان هغه ویلي وو چې د سعودي عربستان شهزاده ددې سربیره په امریکا کې د ګڼ شمیر اسراییلي پلوه او یهودي ټولنو د مشرانو سره لیدنې کړي دي.
همداشان سعودي عربستان لنډه موده مخکې اسراییلو ته د الوتنو په خاطر خپل هوايي حریم د الوتکو پر مخ پرانیست.