وهابيت د امريكا پروژه وه!
د سعودي عربستان وليهعد د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې سره په يوې مركه كې څرګنده كه چې سعودي عربستان د امريكا په مشوره د وهابيت ايډيولوژي مخته وړله.
938850
د سعودي عربستان وليهعد د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې سره په يوې مركه كې څرګنده كه چې سعودي عربستان د امريكا په مشوره د وهابيت ايډيولوژي مخته وړله.
د نوموړي په وينا دا ايډيولوژي د سړې جګړې پر مهال په سيمه كې د ختيځ بلاك د نفوذ د مخنيوي په موخه د امريكا په خوښه د سعودي عربستان لخوا پلې شوې وه. بن سلمان زياته كړه چې د وهابيت د ستراتيژۍ پراختيا د سړې جګړې پر مهال د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ د مخنيوي په موخه د لودېديځو متفقينو په خوښه پلې شوې وه.
محمد بن سلمان څرګنده كړه چې اوس ددې وخت راغلى دى چې د سيمې په اړه په سياسي دريځونو كې بدلون راشي. د نوموړي په اند د سيمې يو شمېر نور هېوادونه به هم د سعودي نه ملاتړ وكړي.
دا لومړى ځل دى چې د سعودي عربستان يو لوړپوړى مقام اعتراف كوي چې وهابيت د امريكا پروژه وه.