د سعودي عربستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د شاهي کورنۍ یو جګپوړي چارواکي د کلیسا نه لیدنه وکړه
سعودي عربستان پدې وروستیو میاشتو کې د بې سارو اصلاحاتو او نوو ګامونو شاهدي کوي.
سعودي عربستان پدې وروستیو میاشتو کې د بې سارو اصلاحاتو او نوو ګامونو شاهدي کوي.
پدې چوکاټ کې د سعودي عربستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د نوموړي هیواد ولیعهد شهزاده د قبطي مسیحیانو د کلیسا نه لیدنه وکړه.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان مصر ته د خپل سفر په چوکاټ کې د قبطي مسیحیانو په کلیسا کې د پاپ دویم تاوادروس سره لیدنه وکړه. د ویلو ده چې د سعودي عربستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د شاهي کورنۍ یو جګپوړی چارواکی د قبطي مسیحیانو د کلیسا او د هغوې د مشر سره لیدنه کوي.
په قاهره کې د قبطي مسیحیانو د کلیسا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د پاپ دویم تاوادروس سره لیدنه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د سعودي عربستان د تاسیس یعنې د ۱۹۳۲ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د شاهي کورنۍ یو جګپوړی غړی د قبطي مسیحیانو د کلیسا او د هغوې د مشر سره لیدنه کوي.
په لیدنه کې د قبطي مسیحیانو مشر ویلي دي چې په سعودي عربستان کې وروستي پرمختګونه او اصلاحات د نږدې نه تعقیبوي او ستاینه ترینه کوي.
د کلیسا ویاند بولیس حلیم بیا ویلي دي چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده د قبطي مسیحیانو مشر پاپ دویم تاوادروس ته سعودي عربستان ته بلنه ورکړه.
همداشان د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده د کلیسا مشر ته په تیرو کلونو کې په کلیسا د ترسره شوو خونړیو بریدونو له امله تسلیت وړاندې کړ.
د سعودي ولیعهد شهزاده په مصر کې د الازهر د شیخ احمد الطیب سره هم لیدنه کړې ده .