سوریې یو ځل بیا د اسراییلو په الوتکو برید وکړ.
د سوریې ځواکونو د اسراییلو په الوتکو برید وکړ
سوریې یو ځل بیا د اسراییلو په الوتکو برید وکړ.
په سوریه کې د بشاراسد رژیم پلوي ځواکونو په اسراییلي الوتکو چې ددې هیواد هوايي حریم ته راننوتې وې برید وکړ.
سوریې تیره اوونۍ د اسراییلو یوه اف ۱۶ الوتکه غورځولې وه.
د سوریې رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د اسراییلو کشفي الوتکې د سوریې هوايي حریم ته راننوتې وې چې د سوریې لخوا پرې بریدونه وشول.
په خبر کې راغلي دي چې سوریې دافع هوا سیستم په اسراییلي الوتکو د مداخلې نه وروسته الوتکې د سوریې هوايي حریم نه وتو ته اړ شوې .
د یادولو وړ ده چې د سوریې رژیم د فبروري په پنځمه نیټه د اسراییلو لخوا د ایران اړوند د بې پیلوټه الوتکې د ویشتو نه وروسته په سوریه کې د اسد پلوي ځواکونو په ځینو سیمو بریدونه کړي وو.
ددې پرمختګ نه وروسته وروسته د سوریې هوايي ځواکونو د اسراییلو یوه اف ۱۶ الوتکه وویشتله او رانسکوره يي کړه.